IQNA

د کرامت په لسیزې کې د رضوي قدس  د مقدس آستان د بهرنیو زیارتوالو پروګرامونه

13:27 - April 19, 2025
د خبر لمبر: 3490981
ایکنا – د حضرت امام رضا د قدس رضوي آستان د بهرنیو زیارتوالو مدیریّت، د کرامت د لسیزې د رارسیدا په درشل کې، ددغه مدیریّت د کلتوري، مذهبی او هنري پروګرامونو ټولګه تشریح کړه.

د قدس رضوي د آستان د بهرنیو زیارتوالو د برخې مدیر حجةالاسلام سید محمد ذوالفقاري د کرامت د لسیزې په مناسبت له ایکنانیوز سره په خبرو کې د ترتیب شوو پروګرامونو د جزیاتو په اعلانولو سره ووئيل؛ د کرامت لسیزه  یو فرصت دی څو له درستې نړۍ زیارتوال  د رئوف امام علیه السلام د عنایت په سیوري کې له رضوي اصیل کلتور سره بلد شي او ددغو شپو ورځو له معنوي برکتونو څخه برخمن شي.

د کرامت لسیزې لپاره د بهرنیو زیارتوالو لپاره محوري پروګرامونه

حجت‌الاسلام ذوالفقاری د بهرنیو زیارتوالو لپاره د کرامت لسیزې د محوري پروګرامونو په اړه وویل؛

1  عبادی او زیارتي فعالیتونه؛د الی الرئوف ،فی حضن الضامن او ؛ امام رئوف (ع) کی آغوش میایید؛  په شان پروګرامونه  به  د څو ژبو وئیونکو مبلغانو له لارښونې سره یوځاي  په مختلفو ژبو باندې په رضوي مضمونونو سره د زیارتوالو د معنوي ارتباط د پیاوړتیا او د زیارت د مناسکو د روزنې په چورلیزتوب سره  اجرا شي.  

۲. ځانګړي مذهبي او کلتوري مراسم: 

رایة الهدایة: د عربي او اردو ژبو لپاره ځانګړی مراسم چې د امام رضا (ع) پر سیرت تمرکز لري.

بلوغت ته د  رسیدا جشن: د عربي ژبو نجونو لپاره ځانګړی پروګرام. 

پروګرامونه لکه «عفت و پاکدامنی کا مظهر» او «امام ثامن ضامن» د اردو او آذري ژبو میرمنو لپاره. 

د شعر او ادب محفلونه: لکه «مقاصده و مشاعره» د اردو ژبو او «طلوع رضوان» د آذري ژبو لپاره. 

د کاروانونو ځانګړي پروګرامونه: لکه د مرکزي آسیا د آذري ژبو کاروانونو هرکلی.

۳. د رضوي معارفو ترویج: 

تخصصي غونډې: د «عیون اخبار الرضا» کتاب شرح په عربي ژبه او د اردو ژبو فرهیختو لپاره علمي کنفرانس. 

په زړه پورې سیالۍ: لکه «کوئیز مقابله» د اردو ژبو ماشومانو لپاره او د رضوي احادیثو د حفظ سیالۍ. 

څو ژبي پروګرامونه: مذهبي مراسم په انګریزي، آذري او عربي ژبو کې.

۴. هنري فعالیتونه: 

مذهبي سرودونه: د پنځو ژبو سرود «التغرید الرضوی» او عربي سرود «یا ملاذ الحائرینا» اجرا کول. 

روایت کول   او پرده‌خواني: پروګرامونه لکه «روایت شیخ صدوق» او «حکایات رضوی» د لوېدیځې آسیا ماشومانو لپاره. 

د ګل ورکول: غیر مسلمانو سیلانیانو ته د سولې او رضوي  مهربانۍ  په نښه د ګل ورکول.

۵.  د نورو هیوادونو  کلتوري دودونه: 

پروګرامونه لکه «بانوی کرامت و شفاعت» د عربي ژبو لپاره، «اسرة الکرامة» (د عربي کورنیو غونډه) او «طبق دسترخوان» د اردو ژبو کاروانونو لپاره. 

قرآني محفلونه: د قرآن د تلاوت او تفسیر غونډې لکه «قرآن کی ضیا پاشی» د زائرینو د الهي کلام سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره.

حجت‌الاسلام ذوالفقاری د کرامت لسیزې د پروګرامونو پر ژبني او کلتوري بډاینې ټینګار وکړ او ویې ویل:  قدس رضوي آستان ، د هغه امام کور دی چې د بشریت ضامن دی او د هر قوم، ژبې او سرحد څخه د امام رضا (ع) مینه‌والو ته ښه راغلاست وایي. دا پروګرامونه د کثرت په وحدت کې یوه بیلګه ده او د  تم امام حضرت امام رضا(ع) بې‌سرحده کرامت په نړیواله کچه منعکس کوي. 

د یادونې وړ ده چې د کرامت لسیزې پروګرامونه د ذی‌القعدې له لومړۍ نیټې څخه تر یوولسمې نیټې پورې د امام رضا (ع) په حرم مطهر کې ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4276934

captcha